ټولنه

د غوري هوسيو نسل د له منحه تلو په حال کې دى

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
له يوشمېر خلکو سره د وسلو شتون او غير قانوني ښکار د دې سبب شوي دي چې  وحشي څاروي په تېره بيا په غور ولايت کې د هوسۍ نسل په بشپړه توګه له منځه             لاړ شي .
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي پرون رسنيو ته وويل: موږ په دغه ولايت کې د زيات ښکار شاهدان يوو چې له امله يې يو زيات شمېر وحشي څاروي له منځه        وړل شوي دي.
ده وويل: په دغه ولايت کې زياتره د ليوانو، ګيدړو، شغال او هوسۍ ښکار ترسره کيږي .
د فيروزکوه ښار په شمال کې د ساغر او مرغاب په غرونو کې په کم شمېر سره هوسۍ شته خو ليدل کيږي چې زيات ښکار د دغه محدود شمېر انقراض هم نږدې کړی دى.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته