کابل باختر دثور شپږ ويشتمه :
دهرات دامنيې قوماندانۍ جګپوړي مسوولين په هرات ولايت کې دملګروملتو دسازمان دسياسي نمايندګي ددفتر له خوا وستايل شول .
ديوناما دساحوي دفتر سوغاتونه او ستاين ليکونه نن دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره او ددغه ولايت دوګړنيو پوليسو لوى مدير سمونوال نورخان نيکزاد ته ورکړي شول .
ديوناما پوليسو سلاکار (شکتي ديوي) دانتخاباتو دترسره کولو په وخت کې دهرات دپوليسو کړنې وستايلې .
ده وويل ددغه مرکز څيړنې ښيي چې له خلکو سره دپوليسو چال چلند په سلوکې اتيا ښه شوى دى .
امنيه قوماندان هم دظرفيت دلوړولو او دروزنيزو پروګرامونو دترسره کولو په لاره کې ديوناما ددفتر او دنړيوالې ټولنې اغيزمن رول وستايه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ