اقتصاد

په کندزکې سلګونو بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل

-کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر
په کندزکې پرون پر ٩٠٠  بزګرانو د کار د وسايلو د وېشلو بهير پيل شو.
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس عبدالهادي قرلق باختر آژانس ته وويل چې د کرنې وزارت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٢ ميليونو افغانيو په ارزښت پر ٩٠٠ بزګرانو د کار وسايل وېشي.
په دغو وسايلوکې لاسي کراچۍ، آب پاش، دست کشې، پيک داره خولۍ، ماسک، وطني بيلونه، کلند، د څانګو د غوڅولو قيچې، وطني تېشه، د لرګيوکندې، لوى تشتونه، داوبو سطلونه، بورۍ، کڅوړې، لېبل او د شرين بويه بوټو قلمې شاملې دي.
هغه د دغو وسايلو د وېش موخه په امام صاحب ولسوالۍ کې د شرين بويه د کښت د سيمو ساتنه وبلله او زياته يې کړه: د دغو وسايلو په وېش سره د شرين بويه بوټې په کښت کې خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.
دغه پروژه به پر ٩٠٠ زره هکتاره ځمکه کې د شرين بويه بوټې په ٤ ميليونو ٥٠٠ زره قلمې سره تطبيق شي.  
د دغو وسايلو د وېش په بهيرکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازى، د کندز د کرنې رييس، د امام صاحب ولسوال، د ولايت د مقام، د ولايتي شورا او دغه ولايت د چاپېريال ساتنې او مستوفيت استازو ګډون لاره.  
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته