امنیت

يو وسله وال مخالف ووژل شو

کابل باختر دورې دمياشتې  ٦ :
په بدخشان ولايت کې د ګډو امنيتي ځواکونوپه عملياتوکې يو وسله وال مخالف ووژل شو او يو سيمه ييز پوليس شهيد شو.
د بدخشان د والي ويندوى احمدنويد فروتن د باخترآژانس خبريال ته وويل چې افغان ځواکونو دوسله والو ځواکونوله شتون څخه  دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ دپاکولو په مقصدګډعمليات پيل کړي دي.
په  دغو عملياتوکې چې تېره شپه پيل  شوي او درې ورځې دوام کوي؛ يو وسله وال مخالف د جرم ولسوالۍ په مربوطاتوکې وژل شوى او يو سيمه ييز پوليس شهيدشوى دى .
د فروتن دڅرگندونوله مخې: ددغوعملياتو په بهيرکې دغه راز يو وسله وال  مخالف او يو سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته