نړۍ

دماليزيا حکومت داوکراين په ختيځ کې له هواڅخه هواته دتوغندي په واسطه ددغه هيواد دالوتکې د راغورځيدو خبر رد کړ .

کوالالمپور  باختر د زمري نولسمه :
  دماليزيا ددفاع وزير له هوا څخه هوا ته دتوغندي په ويشتلو سره  داوکراين په ختيځ ددغه هيواد  دالوتکې دراغورځيدو په باب ځينې خبرونه  رد کړل
  دماليزيا  ددفاع وزير هشام الدين حسين دماليزيا دانګليسي ژبې  ورځپاڼې او له هوا څخه هوا ته دخبر او له هوا څخه هوا ته ديو توغندي دتوغولو له امله داوکراين په ختيځ کې ددغه هيواد دهوايي کرښې دبوينګ ٧٧٧ الوتکې دراغورځيدو ادعا په غبرګون کې وويل چې داکار ناشونى دى.
ده خبريالانو ته وويل: دغه الوتکه له ځمکې څخه هوا ته ديوه توغندي په واسطه راغورحيدلې  ده او دغه توغندى کيداي شي په دې سيمه کې داوکراين دحکومت اويا دبيلتون غوښتوونکو ځواکونو په لاس کې  وي .
  دماليزيا الوتکه  له ٢٩٨ تنو سپرليو سره دچنګاښ دمياشتې په ٢٦ نيټه ديوه توغندى  دلګيدو له امله داوکراين  په ختيځ کې دروسيې پولې ته څيرمه  راوغورځيده .او بيلتون غوښتوونکي اوداوکراين حکومت په يوبل ددغې ملکي الوتکې دراغورځولو  تور لګوي .
دلويديځ يوه خبري اژانس هم په دې وروستيو کې اعلام وکړ چې دروسيې تر ملاتړ لاندې داوکراين بيلتون غوښتوونکي ددغې مسافر وړونکې الوتکې په راغورځولو کې رول نه لري او داسې بريښي چې  داوکراين حکومتي ځواکونه ددغې الوتکې  درارغوځيدو  عامل وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته