خبرونهنړۍ

مرګونی جنایت؛ صهیونست رژیم د غزې په مرکز کې د عوامو کورونه او مسجد په نښه کړی

نړۍ، د سلواغې ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې صهیونستي ځواکونو نن سهار د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې د ملکي فلسطینیانو کورونه او یو مسجد بمبارد کړی، چې پایله کې یې تر دېرشو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.

غزه کې روغتیایي او مرستندویه ادارو دغه برید په دې وروستیو کې تر ټولو مرګونی بللی او غندنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې(فبرورۍ ۴ـ۵)د اسرایلو په بریدونو کې ۱۲۷ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.

دغې تقریباً ۴ میاشتېنۍ جګړه کې ټولټال ۲۷ زره ۳۶۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

باید وویل شي، چې د غزې په بېلابېلو برخو کې نن دوشنبې ۱۲۲ مې ورځې لپاره هم جګړه روانه ده او اسرایل د امریکا او نورو ملګري هېوادونه په مرسته د ملکي فلسطینیان قتل عام ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته