خبرونهامنیت

شپاړلس تنه په هلمند کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د هلمند پوليسوشپاړلس تنه په تېرو ٢٤ ساعتو کې په دغه ولايت کې په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تور ونيول .
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه کسان د لښکرګاه ښار او د هلمند له يوشمېر ولسواليو څخه د پوليسو د عملياتو په بهير کې نيول شوي دي.
خبرځاى وويل چې په دغوکسانو د غلا، وژنې، او د نشه يي توکي د قاچاقو او پلورنې تور لګول شوى دى.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته