کابل باختر د زمري شپږ ويشتمه ::
دهرات ولايت په بيلابيلو سيموکې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دترافيکي پيښو له امله شل تنه ټپيان او يو نهه کلن ماشوم وژل شوى دى .
دغه ماشوم نن سهار دپاى منار په سيمه کې له فلانکوچ موټر سره د ټکر له امله وژ ل شوى دى .
دهرات ښار دمرکزي روغتون وياند او اداري مدير محمدرفيق شيرزي ددغو پيښو ديوشمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ