ټولنه

په پکتيا کې مدني فعالانو د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې پر ضد لاریون ترسره کړ

ښرنه باختر د زمري د میاشتې ۲۴ مه
په پکتیا کې لسګونه ځوانانو، سپین ږیرو او مدني فعالانو د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې پرضد لاریون وکړ او په خپلو شعارونوکې يې دغه هېواد دترورېزم ځاله وبلله.
د پکتيا د قومونو د شورا غړي ملک جلالي باختر اژانس ته وویل چې پاکستان هېواد خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو په موخه لر او بر پښتانه په بېلا بېلو نومونو سره وژني او تل د ورانکارۍ په موخه زموږ هېواد ته ورانکاري راليږي،چې ښه مثال يې د جانخېلو په ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نيول شوی پنجابی يادولی شو.
داګسټ ۱۴ مه د پاکستان د ازادۍ ورځ ده، چې په ۱۹۴۷ ميلادي کال کې يې له انګرېزانو څخه تر لاسه کړه، دغه ورځ ډېری افغانان د نړۍ پر مخ توره ورځ بولي او د سيمې د هېوادونو لپاره پاکستان د ناسور دانه يادوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته