ټولنه

يوه ځوانه نجلۍ په بدخشان کې ځان وژنه وکړه

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ۱۵ مه
يوه ځوانه نجلۍ پرون په بدخشان ولايت کې ځان وژنه وکړه.
  د اشکاشم ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد امين دباختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه ځوانه نجلۍ د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځان زندى کړى او خپل ژوند يې پاى ته رسولی دی.
ده زياته کړه چې د دغې نجلۍ د ځان وژنې علت تر اوسه پورې معلوم نه دى او په دې باب د پوليسو څيړنې پيل شوې دي .
د دغې نجلۍ کورنۍ چې د جرم ولسوالۍ د اسکان کلي اوسيدونکي دي؛ د نا امنيو له امله په اشکاشم ولسوالۍ کې ژوند کوي او د دغې نجلۍ پلار د هغې د وژنې علت بې وزلي ښودلې ده .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته