کابل / دتلې ٩مه / باختر :
دوه ماين ښخوونکي طالبان پرون په هرات کې ووژل شول .
دهرات دپوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده دباختراژانس خبريال ته وويل: دغو دوه طالبان کله يې چې يې غوښتل يو بوشکه يي ماين ددغه ولايت دادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي ماين وچاوديد او دوى ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې ، دهرات پوليسو پرون دشينډنډ په تګلوري کې يو ماين شنډ کړ .
دهرات دپوليسو وياند وويل : طالبانو ددغه ماين په ښخولو سره غوښتل خونړى پېښه رامنځته کړي .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ