امنیت

شپږ تنه غيرمسوول وسله وال کسان په کندزکې ونيول شول

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٧ نيټه :
شپږ تنه غيرمسوول وسله وال کسان پرون له وسلو سره يې په کندز ولايت کې ونيول شول .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د آمريت سرپرست سمونمل صفي الله محزون باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان د کندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ د قرم قل په کلي کې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول.
ده زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه يوه پيکا، څلور کلاشينکوفونه او يو لاسي بم ترلاسه شوى دى .
څه موده مخکې يو غيرمسوول وسله وال قوماندان چې په متينک مشهور و، هم له خان آباد ولسوالۍ څخه ونيول شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته