دجلال اباد ښار باختردمرغومي دمياشتې٢١ نيټه :
اووه تنه وسله وال طالبان او داعشيان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په مخامخ جګړو کې ونيول شول .
په وسله والو طالبانو او داعشيانو پورې اړوند دغه ډار اچوونکي، د تېرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د دغه ختيځ ولايت له شاوخوا سيمو څخه نيول شوي دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د تېرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان او دوه تنه داعشيان د ننګرهار ولايت له شاوخوا سيمو څخه نيول شوي دي.
ده وويل: پر دغو کسانو کله چې په يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، د پوځيانو له خوا بريدونه وشول.
له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل