کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٤ نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٥٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٨ تنه نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو عملياتوکې چې د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، ميدان وردګو، پکتيکا، قندهار ، روزګان، فراه، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ کې د مطيع الله او فيض په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ دوه موټرونه ويجاړ او پنځه موټرونه ١٩ موټرسايکلونه او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شول او د فراه ولايت د انار درې په ولسوالۍ کې ٨ تنه تروريست طالبان وژل شوي دي. دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې ٦ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او د دښمن دوه موټرونه او يوه اندازه وسله او مهمات له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د روزګان ولايت په ترينکوټ کې د عملياتو په بهيرکې٧ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د هلمند ولايت د مارجې او نهرسراج په ولسواليوکې ٤ تنه ډ ار اچوونکي وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي. د کندز ولايت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د مولوي حبيب الله په نامه دوسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي، يو تن ټپي او د دښمن يوه قرارګاه او يو موټر له منځه وړل شوي دي.
دغه راز دپکتيکا ولايت د ګوملي په ولسوالۍ کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يو داعشي وژل شوى دى.
پاى شکريه ذ
0 1 دقیقه لوستل