قلات باخترد غبرګولي د مياشتې ۲۷ مه
د زابل ولايت په شاجوي ولسوالۍ کې يو تن قومي مشر د وسله والو مخالفينو له خوا په ډزو سره ووژل شو
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال باختر اژانس ته وویل چې تېره ورځ د شاجوي ولسوالۍ قومي مشر اسماعيل اخندزاده د وسله والو مخالفينو له خوا په ډزوکې وژل شوی دی.
د ده په خبره اسماعيل اخند زاده د غرمې د لمانځه لپاره جومات روان وو چې د وسله والو مخالفيو له خوا ووژل شو.
د يادونې وړ ده چې اسماعيل اخندزاده لومړي قومي مخور نه دى چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو له خوا وژل کيږي بلکې په دې ورستيو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې قومي مشران د وسله والو مخالفينو له خوا وژل کيږي.
1 1 دقیقه لوستل