امنیت

دناتو دځواکونو يو بې پيلوټه الوتکې اور واخيست .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دناتو دځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه پرون دخوست ولايت ديعقبيو او صبريو ولسواليو ترمنځ ساحه کې راوغورځيده اووروسته يې اور واخيست .
دخوست ولايت يو دولتي مسوول خبرځاى  باختراژانس ته وويل :دغه الوتکه ددغو دوو ولسواليو ترمنځ په يوه غرنۍ سيمه کې راغورځيدلې ده .
ددغې الوتکې دراغورځيدو علت تخنيکي عوارض وو چې له غره سره يې ټکر کړى او په بشپړه توګه سوځيدلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته