ترینکوټ باختر د چنګاښ ۱۷ مه
د روزګان ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ اود کرنې اومالدارۍ ریاستونو له خوا د دغه ولایت له پوهنتون سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛په دغووتړونونو کې لاندې مادې شاملې دي؛
لومړي ـ د اطلاعاتو اوفرهنګ اود لوړو زده کړو ریاستونه چې کوم نشرات ترسره کوي په ګډه به تري څارنه کوي.
دوهم ــ د فرهنکې چارو دسمون په برخه کې به د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست او پوهنتون د فرهنګ د ودې لپاره په ګډه غونډې کوي.
د کرنې اومالدارې ریاست سره د لوړ زده کړو د موسسې د تړون مادې.
لومړي ــ د کرنې اومالدارۍ ریاست اود لوړ زده کړو موسسه به له یوبل سره د کرنې په برخه کې عملي تجربې شریکوي.
دوهم ـــ په کرنیز پروګرامونو کې به د کرنې او مالدارۍ ریاست، د کرنې پوهنځي محصلینو ته د عملي کار زمینه برابروي.
دریم ــ د کرنې ریاست به د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د کرنې پوهنځي محصیلوته فعال ونډه ورکوي.
څلورم ــ د کرنې او مالدارۍ ریاست او دلوړ زده کړو مؤسسه به د پلان جوړ ولو پر مهال خپلې تجربې او نظرويې شریکوي.
په پای کې د دغو ادارو استازو ژمنه وکړه چې دغه تړونونه به عملي کوي .پای/وصال