ټولنه

دګازو د ډبې د چاودنې له امله څلور تنه ماشومان ووژل شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
څلور تنه ماشومان نن په کندز ولايت کې د ګازو د ډبې د چاودنې او اورلګيدنې له امله ووژل شول او دوه ښځې ټپيانې شوې.
دغه پيښه دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ داستوګنې په يو کورکې هغه وخت رامنځته شوه چې دکورنۍ غړو د خپلې خونې د تودولو لپاره د  ګازو له ډبې څخه استفاده کوله چې ډبې وچاوديد او دهغوى په کورکې اورولګيد.
دامام صاحب ولسوال باختر آژانس ته وويل: په دې پيښه کې څلور تنه ماشومان ووژل شول او دوه ښځې ټپيانې شوې.
سيمه ييزومسولين ددغې پيښې علت دکورنۍ دغړو بې احتياطي بولي.
تراوسه پورې په بېلابېلو ولايتونوکې د ګازو د ډبو دچاودنې له امله څو تنه وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته