نړۍ

په پاکستان کې د يوې مذهبي ډلې په دوو مشرانو بريد

راولپنډۍ ډي ډان  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې د اهل سنت والجماعت د ډلې سيمه ييز وياند مولانا مظهر صديقي نن سهار په يو هدفمند بريدکې ووژل شو او د پاکستان په کراچۍ ښارکې د دغې ډلې مشر اورنګ زيب فاروقي له يوه ورته ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتې شو.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې په ليکنه: په کراچۍ ښارکې داهل سنت والجماعت دډلې په مشر په بريدکې د دغه مشر درې تنه ساتوونکي ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال د مرغومي د مياشتې په څلورمه نيټه د پاکستان په کراچۍ ښارکې د اهل سنت و الجماعت د ډلې په مشر اورنګ زيب فاروقي د وسله والوکسانوپه بريدکې د څلورو تنو پوليسانو او ددغه مشر د يوه ساتوونکي  او د سپرلۍ د موټر د چلوونکي په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته