سیاست

پاکستان دې بايد په افغانستان کې دسولې دټينګښت په لاره کې عملي ګامونه واخلي .

کابل باختر دثور ٣٠مه :
دبهرنيو چارو وزارت وياند نن په يوه خبري غونډه کې په افغانستان سربيره دمنځنۍ اسيا  اوجاپان دخبرو په باب معلومات ورکړل .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دافغانستان دبهرنيو چارو وزير په دې غونډه کې دګډون  په موخه تاجکستان ته تللى دى چې په هغې کې دتروريزم او دنشه يي توکو دقاچاقو او سازمان موندلو جرمونو له لارې دهغې دتمويل  پرخلاف دمبارزې  په کار کې دسيمه ئيزو او نړيوالو همکاريو او دسولې دخبرو په باب غور وکړ .
دبهرنيوچارو وزارت وياند صبغت الله احمدي په دغوغونډو کې دافغانستان دبهرنيو چارودوزير  دګډون په باب  خبرې وکړې او ويې ويل چې دبسنټونو دپراختيا ، دجاپان په همکارى  دمنځني اسيا  او افغانستان دهېوادونو ترمنځ داقتصادي  همکاريو دپياوړتيا  او دتروريزم  او سازمان موندلو جرمونوسره دمبارزې لپاره دنويو سيمه ئيزو  لاروچارو دبرابرولو لپاره له افغانستان سره دهېوادونو دهمکاريو  جلبول هغه مسئلې  دي چې په دې غونډه کې ورباندې خبرې کېږي .
احمدي دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت او دطالبانو داستازو ترمنځ دسولې دمستقيمو خبرو دزمينې  دبرابرولو په تيره بيا په دې برخه کې دالمان او هند دفعاليدو په خاطر دسيمه ئيزو او نړيوالو خوځښتونو هرکلى وکړ او په افغانستان کې دسولې دتامينولولپاره يې دپاکستان له لوري دعملي ګامونو داخستلو غوښتنه وکړه .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته