امنیت

په ميوند ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

-کندهار باخترد زمري د میاشتې د ۱۷ مه
د کندهار ولايت په ميوند ولسوالي کې نهه تنه وسله وال مخالفین ووژل شول.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د رسنيو مسول ضياء دراني باختر اژانس ته وويل چې تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړې چې له امله يې نهه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
دراني زياته کړه چې دغه راز د ژړۍ ولسوالۍ په سنګيسار سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نهه تنه وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د دغه ولايت په شاولیکوټ او خاکريز ولسواليو کې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته کې لسګونو تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته