امنیت

درې تنه دماين په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
په غزني ولايت کې نن سهار دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دغزني دوالي وياند دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه  دغزني ښار  په دريمې امنيتي حوزې پورې اړوند په علي لالا سيمه کې هغه وخت وشوه چې په بايسکل ځاى پرځاى شوى  ماين چې له لرې واټن څخه دريموټ  په واسطه کنتروليده وچاوديد او له امله يې  درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دغزني دوالي دويندوى دڅرګندونو له مخې ، ددغې پيښې ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته