سیاست

دکورنيو چارو وزير دکاناډا له سفير سره وکتل .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي نن دخپل کار په دفترکې  دکاناډا هېواد له سفير سره وکتل .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :په دې کتنه کې لومړى دکورنيوچارو وزير دکاناډا هېواد سفير ته ښه راغلاست ووايه او دهېواد په امنيتي حالاتو يې رڼا واچوله زياته کړه امنيتي حالات او دملي پوليسو  کړنې په  ټولو امنيتي برخو کې دپخوا په پرتله اوس دپوره باور وړ دي
دکورنيو چارو وزارت  له ټولو هغه بهرنيو هېوادونو او په  ځانګړي توګه  دکاناډا هېواد له خدمتونو او همکاريو څخه مننه کوي چې دترهګرو په ځپلو او له منځه وړلو کې يې له ملي پوليسو سره کړي دي ، موږ به د  خپلو کاري لومړيتوبونو له مخې دهېواد په ټولو ولايتونو کې دترهګرو په ځپلو او ددوى  پر وړاندې مبارزه کې لا نور جديت او غوڅوالى رامنځته کړو .
وروسته دکاناډا سفير وويل: دکورنيو  چارو وزارت کاري لومړيتوبونه  او راتلوونکي پلانونه دشته امنيتي ستونزو پر وړاندې ډير ارزښتناک دي موږ به دپخوا په څير ديوه دوست هېواد په توګه له خپلو ټولو کړو ژمنو له مخې افغان ملي پوليسو  سره دلا نورو مرستو دترسره کولو په موخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته