نړۍ

د آلمان د کورنيو چارو وزير: تر اوسه پورې د داعش ١٠٠ تنه آلماني جګړه ماران وژل شوي دي

برلين – دويچه ويله- باختر د وږي دمياشتې ٢
د آلمان د کورنيو چارو وزيرو (توماس دمزير) له آلمانۍ ورځپاڼې (بيلد آم زونتاګ) سره په خبروکې د هغو وژل شويو بنسټپالو اسلامپالو شمېر چې له آلمان څخه د داعش له ليکو سره يوځاى شوي دي؛ څه ناڅه ١٠٠ تنه اعدام کړل.
د آلمان د کورنيو چارو وزير وويل: له ٢٠١٢ م کال څخه تر اوسه پورې ٧٠٠ تنو بنسټپالو له آلمان څخه سوريې او عراق ته سفر کړى دى چې د داعش په ليکو کې وجنګيږي.
ده زياته کړه: د هغوى دريمه برخه له څه مودې وروسته آلمان ته ستانه شوي دي .
توماس دمزير ټينګار وکړ: له هغو بنسټپالو سره به چې آلمان ته ستانه شوي دي؛ چلند وشي او د آلمان حکومت له خپلو ټولو قانوني امکاناتو څخه استفاده کوي چې په آلمان کې د دغو احتمالي خطر شنډ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته