سیاست

دجمهور رييس مرستيال دماکس پلانګ موسسې له اجراييه مدير ډاکتر تلمن رودر سره وکتل .

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
  دماکس پلانګ موسسې اجراييه مدير ډاکتر تلمن رودر نن له  غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دجمهور رييس مرستيال په افغانستان کې دماکس پلانګ موسسې دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دتيرو کلونو په بهير کې  ددغې موسسې له خوا دافغانستان لپاره يو لړ مهم کارونه ترسره شوي دي چې دافغانستان دعدلي اوقضايي  بنسټونو لپاره ډير مهم او ګټور دي .
ده ټينګار وکړ چې په وروستيو کلونوکې په افغانستا ن کې دتقنيني  کارونو په لاره کې  ځينې نوي لومړيتوبونه طرحه شوي دي .
هيله کيږي چې دماکس پلانګ موسسه په دې باب هم همکاري ولري .
دجمهور رييس مرستيال دافغانستان داساسي قانون او دنورو قوانينو په موضوعګانو کې ددغې موسسې همکارى مهمه وبلله او هيله يې وکړه چې دغه همکاري په پرله پسې  توګه دوام ولري .
دجمهور رييس مرستيال دافغانستان دقوانينو تشريح کول دافغانستان دعدلي اوقضايي بنسټونو لومړيتوبونه وبلل او ويې ويل  چې دماکس پلانګ موسسه که چيرې دغه موضوع ديوې پروژې په توګه  په پام کې ونيسي ، دافغانستان حقوقي څيړونکي اومحققين دهر راز لازمې همکارى لپاره تيارى لري .
قانونپوه  دانش په افغانستان کې دماکس پلانګ موسسې علمي او حقوقي کنفرانسونه هم يو مهم او اغيزمن پروګرام  وباله اوزياته يې کړه چې دغه کنفرانس بايد  په داسې ډول تنظيم شي چې نتيجه يې  ديوه کتاب په ډول  برابره او تدوين شي .
دجمهور رييس مرستيال دغه راز دماکس پلانګ دحقوقي کتابونو د چاپولو او خپرولو دوام دافغانستان دحقوقي روزنې دبنسټونو لپاره ګټور او ضروري وباله او دافغانستان دحقوقي روزنو له ملي  مرکز سره ددغې موسسې په همکارى باندې تينګار وکړ .
په دې کتنه کې  ښاغلي تلمن  رودر دماکس پلانګ موسسې دحقوقي  فعاليتونو په نسبت  دجمهور رييس  دمرستيال  دښه نيت او اعتماد له امله دقدراني په ترڅ کې وويل چې دغه موسسه به په حقوقي  برخو او په افغانستان کې  دقوانينو په برخه کې دعلمي کنفرانسونو په جوړولوکې ، دافغانستان ددولت له لومړيتوبونو سره سم په دايمي توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي .
ده په دې کتنه کې دغه راز دافغانستان په شرايطو برابرو کسانو ته ددوکتورا په کچه  دتحصيلي بورسونو دورکولو  ددوام ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته