کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
د هېواد د بدمنتون ملي ټيم د فجر لسيزې د نړيوالو سياليو په ٢٩ پړاوکې د ګډون لپاره ايران ته تللى دى.
د بدمنتون فدراسيون رييسې مستورې آرزو د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د فبروري له ٤ تر ٨ مې پورې د شلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د ايران په شېراز ښارکې ترسره کېږي.
د دغه ټيم په ترکيب کې ٣ ورزشکار هلکان او يو ښوونکى شامل دى.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ