سیاست

سياسي تاوتريخوالى او په افغان او پاکستاني مهاجرينو فشار .

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
له پاکستان څخه دغير قانوني افغان مهاجرينو له ايستلو سره جوخت، هغه په لسګونو تنه پاکستانيان چې ددغه هيواد د اردو له پوځي عملياتو وروسته افغانستان ته مهاجر شوي دي په خپل حالت خوښ دي او په ښکاره نيت نه لري چې پاکستان ته ستانه شي.
د ٢٠١٤ م کال دجون دمياشتې په پنځلسمه نيټه دپاکستان اردو دنړيوالۍ ټولنې له فشارونو وروسته په شمالي وزيرستان کې تروريستي ضد عمليات پيل کړل له هغه وروسته ددغې سيمې يو زيات شمير اوسيدونکي په افغانستان کې دخوست او پکتيکا ولايتونو ته وتښتيدل.
دمقاماتو له خوا دوړاندې شويو شميرنو له مخې :يوازې په خوست کې دپاکستاني مهاجرينو شمير کابو ديرشو زرو کورنيو ته رسيږي.
يوله دغو مهاجرينو څخه اکرم الله رسنيو ته وويل :دلوى خداى (ج) په دربار کې شکر ادا کوو چې په افغانستان کې يې موږ ته ځاى راکړ . له موږ سره ښه چلند کيږي او نه ځورول کيږو په امن او عزت کې يو پاکستاني مقاماتو اعلام کړى دى چې شمالي وزيرستان اوس امن شوى دى او له دغو مهاجرينو څخه يې غوښتي دي چې بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي ، خو اکرم الله دپاکستاني پوځيانو د زورزياتي خبرې کوي او وايي : که چيرې ستانه شو بيا هم په موږ ظلم کيږي . زموږ بازارونه ،کورونه او کلي يې ويجاړ کړي دي .
خو له دې سره جوخت دخيبر پښتونخوا په ايالت کې سيمه ييز حکومت ټينګار کړى دى چې افغان مهاجرين شړي دپاکستان دحکومت يو شمير سياستوال او مخالف ګوندونه دحکومت دغه سياست ناسم بولي.
دجماعت اسلامي ګوند ايالتي رييس مشتاق احمد وويل :دغه شان چې افغان مهاجرين خپل هيواد ته استول کيږي.
دمنلو وړ نه دى .
دحکومت دغه چلند دافغانانو دکرکې څپه لاپسې زياتوي او دښمنۍ ته لمن وهي ، افغانان له موږ سره فرهنګي ،مذهبي ژبني او جغرافيايي اړيکې لري . د دواړو هيوادونو مشران دې بايد ددغې ستونزې دحل کولو لپاره لاره پيدا کړي.
له پاکستان څخه راستنيدونکي افغان مهاجرين له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او دخيبرپښتونخوا په ايالت کې دسياسي ګوندونو يو شمير مشران دغې ستونزې ته دحل لارې دموندلو غوښتنه کوي .
د ډيورند کرښې ته څيرمه دمومندو ايجنسۍ په سيمه کې يو سوداګر حاجي نادر منان کوداخيل وويل:پاکستان کابو، څلويښت کاله افغان مهاجرينو ته ځاى ورکړ خو لکه څنګه چې اوس ستنول کيږي .
ټولې لاس ته راوړنې په اوبو لاهو کيږي.
ايا دافغان مهاجرينو په وړاندې دپاکستان اوسنى سياست په افغانستان کې دميشتو پاکستاني مهاجرينو په حالت کومه اغيزه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته