امنیت

امنيتي ځواکونو دوه تنه طالبان ووژل .

کابل باختر د ثور  يوويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په لوګر ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښتو کې ووژل شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دباختراژانس خبريال ته وويل په پل علم ښار پورې اړوند دبابوسو په سيمه کې دوسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په امنيتي  پوستو  بريدونه  وکړل .
  يوه اړونده خبرځاى وويل دامنيتي ځواکونو دمقاومت له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نور طالبان له ساحې څخه وتښتيدل  .
خبرځاى زياته کړه چې دنښتې په بهيرکې  يوپوليس هم  برسيرن  ټپې شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته