امنیت

په کندز کې دپوځي عملياتو په بهير کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وري اوومه :
  په کندز ولايت کې دپوځي عملياتوپه بهير کې  دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن غلام حضرت کريمي  دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتو کې چې دافغان امنيتي ځواکونو په ګډون له دوو ورځو راپديخوا دکندز ښار په مربوطاتو کې  دوام لري دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان قاري امير په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتوپه بهير کې  لس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي  او ديوشمير وژل شويو طالبانو مړي  او يوه اندازه جنګي وسايل دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
کريمي  زياته کړه چې دغه عمليات په کندز ښار پورې اړوند دچبرمه او کلو کې په ساحو کې  دوام لري او تراوسه پورې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسيدلى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته