سیاست

جمهور رئیس غني: د فوایدعامې وزارت باید د زېربنایي چارو پر ماشین بدل شي

کابل باختر د ثور  يوويشتمه

د فوایدعامې وزارت د لومړیو سلو ورځو پلان نن ماسپښین، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې په یوه ناسته کې چې د فوایدعامې وزیر انجنیر محمود بلیغ او د دغه وزارت کاري ټیم پکې برخه اخیستې وه، تر بحث لاندې ونیول شو.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ

په ناسته کې لومړی د فوایدعامې وزیر د خپل وزارت پر پلان رڼا واچوله.جمهور رئیس غني د دغه وزارت د ظرفیت او اړوندو فعالیتونو په برخه کې د جدي بدلونونو او اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، دولت او خصوصي سکټور باید په ساختماني برخه کې د کیفیت او عالي خدمتونو د وړاندې کولو پر معیارونو او مناسبو قیمتونو موافقې ته ورسېږي، او د همکارۍ یو سالم چوکاټ رامنځته کړي.

جمهور رئیس زیاته کړه، د افغانستان د ټولو شرکتونو ظرفیت باید و ارزول شي او په دې برخه کې د لازمو ظرفیتونو غوړېدا ته لاره اواره شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، دولت باید په ساختماني برخه کې د ډیزاین، څارنې او ساتنې ظرفیت رامنځته کړي.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، د فوایدعامې وزارت باید د هېواد سړکونه د اهمیت له مخې لومړیتوب بندي کړي، او حلقوي او مهمو سړکونو ته ارجحیت ورکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، موږ په افغانستان کې د سړکونو د معیار او تعریف، د ساختماني شرکتونو د ظرفیت او د ساختماني موادو، لکه قیر او سمنټو د معیار او کیفیت په برخه کې ستونزې لرو. په دغو برخو باید له خصوصي سکتور سره په ګډه اړین بحثونه وشي.

جمهور رئیس غني وویل، د سړک جوړونې د انجنیرۍ په برخه کې د ظرفیتونو پراختیا او د کادرونو را ستنولو او استخدام ته باید پاملرنه وشي او د فوایدعامې وزارت باید د زېربنایي چارو پر ماشین بدل شي چې د هېواد د شاوخوا  ۴۰ زره کیلومترو سړکونو د جوړولو اړتیا ته ځواب وویلای شي.ختم- ف

دهند په کشمير کې  دترافيکي پيښې له امله ددرې ويشتو  تنو  وژل کيدل .

٣٨-سرينګر  باختر د ثور  يوويشتمه :

دهند تر ادارې لاندې کشمير  په سيمه کې  په يوه ژوره دره کې نن ديوه مسافر وړونکې بس  موټر دلويدو له امله  درې ويشت تنه ووژل شول او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول .

باختراژانس دبهرنيوخبرځايونو له خولې خبر راکړ. پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې موټر چلوونکې دچلونې په بهير کې  خپل کنترول له لاسه ورکړ اوموټر تنګې درې ته ولويد .

دغه موټر  دکشمير له مرکز  څخه دهند دجنوب په دوه سوه کيلومتري  واټن کې دماروتا کلى ته روان و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته