امنیت

اووه ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
د ملي دفاع وزارت په  هېواد کې د٢٧ تنو ډارچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په تيرو ٢٤ ساعتو  کې   دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بيلابيلو سيموکې يو لړګډ چاڼيزعمليات تر سره کړل  چې له امله يې د ځانمرګو بريدونو  ديوه سازمان ورکوونکي په ګډون ٢٧ تنه  ډاراچوونکي ووژل شول او اوولس تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دکاپيسا، ننګرهار ، لغمان ،  پکتيکا، غزني ، قندهار، روزګان ، فراه ،. فارياب ،کندز اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  .
دغه راز په  دغو عملياتو کې د دښمن يو شمير ليږدونکي   وسايط  او  جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته