امنیت

په لوګر کې د شپږتنو ډار اچوونکو وژل کيدل

پل علم باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
شپږ تنه  ډار اچوونکي پرون په  لوګر ولايت کې ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي باختر آژانس ته وويل؛ 
دغه ډار اچوونکي د افغان پوځيانو په ګډو هوايي او ځمکنيو بريدونواو د ماينونو د چاودنې له امله د لوګر ولايت د بره کي برک د  ولسوالۍ په مربوطاتو او د پادخواب شانې  په کلي کې  ووژل شول.
احمدزي زياته کړه  په دغو پيښو کې  څو تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول  او څوتنه نورمشکوک کسان له ډار اچوونکوسره د لاس لرلو په تور نيول  شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته