فرهنګ

جګړه او بې وزلي په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالو پرمخ پرتې ننګونې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د بلخ فرهنګيانو جګړه، بې وزلي د فکر د رامنځته کولو او د هنر د پيدايښت لپاره د مناسبو شرايطو نشتوالى په دغه ولايت کې د شاعرانو او ليکوالو دلارې پرسر د پرتو اساسي ننګونو څخه وبلل، خو د بلخ، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق وويل چې اوسني شرايط د بلخ د فرهنګيانو لپاره ښه زمينه ده.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د بلخ يوشمېر فرهنګيانو او شاعرانو د ځوانې شاعرې حسيبا حاذق د اثر د پرانيستلو په غونډه کې د بلخ حوزې فرهنګي حالت تر څېړنې او کره کتنې لاندې ونيو او ويې ويل: جګړه، بې وزلي، د هڅونې نشتوالى او د زمينې د نه برابريدو له امله دبلخ فرهنګي حوزه دهېواددمرکز او دجنوب لويديځې حوزې په نسبت وده نه لري او هغه واټن چې د ځوانانو او مطالعې ترمنځ رامنځته شوى دى؛ د ځوانانو د استعدادونو د نه ودې سبب شوى دى.
په غونډه کې يوشمېر فرهنګيانو له اطلاعاتواو فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې دې د ځوانانو د هڅونې او د هغوى دفرهنګي ودې زمينه برابره کړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمدخليق په بلخ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فعاليت مثبت وباله او ويې ويل چې په بلخ کې د ځوانانو ادبيات او ليوالتيا  ډېره لوړه ده.
ختم- ف-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته