سیاست

جمهور رئیس غني: داخلي بې ځایه شوې کورنۍ دې سروې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره دې اقدام وشي

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ١٥ مه:
د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د لومړیو سلو ورځو کاري پلان لپاره د دغه وزارت د چمتو والي په باب نن مازیګر د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې په دې  ټینګار وکړ چې د دغه وزارت سل ورځنی پلان باید د موجود ظرفیت له مخې جوړ او عملي شي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت مسوولین باید د سل ورځني پلان په ۲۵مه ورځ د خپلو کړنو په باب ولس ته معلومات ورکړي چې دا وزارت څه کوي او د دوی اجرااتو د خلکو په عادي ژوند څه اغېز کړی دی.
په دې کتنه کې جمهور رئیس محمد اشرف غني د داخلي بې ځایه شویو وګړو ستونزو ته په رسیده ګۍ ټینګار وکړ او د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ سروې او د ستونزو د حل لپاره یې اقدامات وکړي.  #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته