امنیت

د وسله والوطالبانو د نشه يي توکو د توليد څلورکارخانې له يوولسوټنوتوکو سره کشف شوې

کابل باختر دليندي شپږمه
دطالبانو په ډلې پورې اړوند دنشه يي توکو د توليد څلور کارخانې له يوولسو ټنو توکوسره تيره شپه په ننګرهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې کشف شوې .
دغه عمليات د کورنيوچارو وزارت د چټک غبرګون د ځواکونو له خوا د شيرزاد ولسوالۍ په ځينو برخوکې ترسره شوي دي .
  دننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل چې د چټک غبرګون پوځيانو په خپلو دغو خاصو عملياتوکې د نشه يي توکو د توليد څلور کارخانې کشفې کړې دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د دغو نشه يي توکو دتوليد دکارخانو دکشف په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دننګرهار د والي ويندوى تاييد کړه چې پوځيانو په دغو کارخانوکې څه ناڅه يوولس ټنه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي .
په همدې حال کې ويل کيږي چې پوځيانو دنشه يي توکو دغه کارخانې له وسايلو سره يې ويجاړې کړې دي .
د شيرزاد ولسوالۍ يو سيمه ئيز مسوول باخترآژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت يو هليکوپټر ددغوعملياتو د ترسره کولو لپاره دچټک غبرګون دځواکونو د ليږدونې په وخت کې له تخنيکي ستونزې سره مخامخ شو او بيړنۍ ناسته  يې وکړه خو وروسته د طالبان د بريد په بهيرکې ويجاړ شو .
خو د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې  پوځيانو خپله له دې امله چې هليکوپټر د تروريستي ډلې لاس ته ورنه شي؛ هغه له منځه وړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته