امنیت

شپږ تنه طالبان په لغمان کې ووژل شول.

کابل باختر دغبرګولي  اته ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه د افغانستان له دولت سره د وسله والو طالبانو د ډلې له درې ورځنى اوربند د پاى ته رسيدو  په لومړيو ساعتونوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو په اليشنګ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو يرغل وکړ .                                        
د هېواد په ختيځ  کې  د سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې شپږتنه ډوسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: پوځيانو له اوربند وروسته د ډار اچوونکو هر راز تحرکاتو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو وو او په همدې اساس  بريالي شول  چې طالپان وځپي .
د پوليسو دغه قوماندان په دې جګړه کې د پوځيانو د سر د زيان په باب څه ونه ويل . 
وسله والو طالبانو د درې ورځني اوربند په پاى کې اعلام وکړ چې خپلو سنګرونو ته ستنيږي .
ديوبل خبرله مخې: په لغمان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ ميشتو سيمو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
دغه راز د وسله والوطالبانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې په لغمان ولايت کې کشف شوې چې له هغو څخه په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته