کابل باخترد سلواغې ٢ نيټه :
وسله والو کسانو چې هويت يي تر اوسه پورې نه دى تثبيت شوى نن سهار په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان د کارکوونکو د سپرلۍ په موټر بريد وکړ چې موټر چلوونکى يې وواژه او دوه تنه يې له ځانه سره بوتلل .
د کابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد د دغه خبر د تاييدولو
سره په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل ؛ ناپيژاندو وسله والو کسانو نن سهار
د شپږو بجو په شاوخوا کې د خيرخانې مينې د غاښي د تيلو د ټانک په ساحه کې د ملګرو ملتو د کارکوونکو د سپرلۍ په يوه موټر بريد وکړ .
سرچينه زياتوي چې په دغه پيښه کې د موټر چلوونکى ووژل شو او د ملګرو ملتو د سازمان يوه سيمه ييزه کارکوونکې له خپل زوى سره يوځاى بيدرکه شوې ده .
مجاهد وايي تر اوسه پورې د وژل شوي موټر چلوونکي هويت نه دى څرګند چې افغان دى، د ملګرو ملتو د سازمان کارکوونکى دى او که څنګه ؟
مجاهد وويل چې د کابل پوليس د ملګرو ملتو د حقيقت موندنې له يوه هيئت سره کار کوونکي څو د دغې پيښې جزئيات معلوم کړي .
موټر د ملګرو ملتو له سيمه ييزې کارکوونکې او د هغې له زوى سره يوځاى بيدرکه شوى دى.
د کابل د پوليسو يوه خبرځاى وويل ؛ د کابل پوليس دغه پيښه تروريستي نه بولي ښايي شخصي مسئله وي .
ده وويل ؛ موږ هلې ځلې کوو چې د يوناما په همغږۍ دغه پيښه وڅېړو .
پاى ج ذ