امنیت

دوه پوليسان ونيول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
د کابل پوليسو د يوه مسوول دوه ساتونکي له يوشمېر خبريالانو سره د ناوړه چلند  په تور ونيول شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې: يو شمېر خبريالان چې د جمعې په ورځ د «آريانا افغان – ترک» ښوونځي د تړلو د خبري پوښښ په موخه سيمې ته تللي وو؛ پوليسو ورسره تاوتريخوالى کړى دى.
د آريانا ټلويزيون يو خبريال او د طلوع ټلويزيون يو خبريال د کابل پوليسو د مرستيال پر ساتوونکو تور ولګاوه چې له دوى سره يې ناوړه چلند کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل:  د کابل د امنيې قوماندانۍ دوو منسوبينو چې د افغان – ترک ښوونځي په وړاندې له يوشمېر خبريالانو سره يې ناوړه چلند او هغوی ته سپکاوى کړى و او هغوى وهلي او ډبولي وو؛ ونيول شول.
هغه ټينګار وکړ چې پوليس حق نلري د خلکو په وړاندې له تاوتريخوالي څخه کار واخلي، بلکې بايد د قانون په چوکاټ کې خپله دنده ترسره کړي. 
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته