ټولنه

په قندهار کې د ۱۲ تشو بستونو لپاره له ۷۰ تنو څخه آزموینه واخېستل شوه

قندهار باختر د تلې ۳ مه د قندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کوچیانو د آمریت د ۱۱ تشو بستونو لپاره له ( ۷۰ ) تنو څخه آزموينه واخېستل شوه. د آزموينې اخیستلو پر مهال د قندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل: ولایتي اداره پوره هڅه او کوښښ کوي څو په دولتي ادارو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. هغه د آزموينې پر شفافیت ټینکار وکړ او د اړوندو مسوولینو څخه يې وغوښتل چې پر یادو بستونو وړ او مستحق کسان په دندو وګوماري. د ازموینې ګډونوال که څه هم د ازموینې له پروسې خوښ برېښیدل خو بیا یې هم له ولایتي ادارې څخه غوښتنه کوله چې حق دې حقدار ته وسپارل شي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته