امنیت

خلک دې خپل حقوقي مسایل له قانوني لارې حل کړي

کابل – باختر د کب دمیاشتې ۳
د میدان وردګو والي وايي خلک دې خپل حقوقي مسایل له قانوني لارې حل کړې، چې له امله تاوتریخوالی رامنځته نشي.
دا خبرې  حیات الله حیات نن د ولایتي شوراد منشي شریف الله هوتک په مشرۍ د چک ولسوالۍ « امبوخاک » سیمې راغلو اوسیدونکو سره لیدنې پر مهال وکړې.
د یادې سیمې راغلو اوسیدونکو د ځمکي دملکیت پر سرد رامنځته شوې ستونزې په اړه خبرې وکړې او د حل غوښتونکي یې شول.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې د قومونو ترمنځ ټولې ستونزې به په بشپړ عادلانه ډول حل کیږي.
حیات پر ولسونو غږ وکړ، چې خپل حقوقي مسایل دې د قانون له لارې حل کړي، څو له تاوتریخوالي خوندي پاتي شي.
هغه وویل، چې د چک ولسوالۍ په« امبوخاک » سیمه کې به د ځمکي دملکیت پر سر رامنځته شوې ستونزې حل لپاره یو پلاوی وټاکل شي، چې سیمې ته په ورتلو به خپله څیړنه وکړي.
د ولایتي شورا منشي  هوتک هم پخپلو خبرو کې له ولسونو وغوښتل چې حقوقي مسایل په سوله يیز ډول حل کړي.
هغه وویل، چې هیڅوک په چا ظلم نشي کولای او زیاته یې کړه، چې ډاډه دی، چې د ظالم په مقابل کې به والي ښاغلی حیات د مظلوم دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته