امنیت

درې تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل باختردتلې دمياشتې ١٢نيټه  :
د پروان پوليسو   د ٤٤ کيلوګرامو چرسو دکشف اوضبطولو  خبر ورکړ.
دپروان دامنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص دباختر آژانس  خبريال ته وويل  ؛ د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو په دوو جلاجلا عملياتو کې  ٤٤  کيلوګرامه اوومه  چرس چې کابل  ته  ليږدول کيدل  کشف اوضبط کړل او درې تنه يې ددغو نشه يي توکو د ليږدونې په تور  ونيول.
ده زياته کړه؛ شل کيلوګرامه  چرس دجبل السراج دپوليسو په پوستې کې              له يوه کرولا  موټر څخه  او  ٢٤ کيلوګرامه نور يې له يوه سوزکي موټر څخه دچاريکارو ښار له  جنوبي دروازې څخه ترلاسه شوي  دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته