کابل باختر د وږي ٢مه
دوه وسله وال طالبان تېره شپه په فراه کې د پوځيانو په ګډو عملياتو کې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختراژانس خبريال ته وويل، چې ياد عمليات د پشت رود ولسوالۍ د شېرانو، ګنجګين، چين افغاني، چين فارسي په سيمو کې ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په علمياتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، درې نوريې ټپيان شوي او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ