سیاست

جمهوررئیس غني په هرات کې له سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل

کابل باختر دکب پنځمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د هرات ولایت د خصوصي سکتور او پانګى اچوونکو له استازو سره په غازي امان الله خان تالار کې وکتل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په پيل کې د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس حمیدالله خادم د ټاپي پروژې د پیلولو د مبارکۍ تر څنګ په دې برخه کې د جمهوررئیس هڅې وستایلې.
هغه په ګمرکونو کې د فساد، متفرقه محصولاتو، د تعرفو د لوړوالي، د ډبرو د وارداتو، د مرمر ډبرو د فابریکو د غښتلي کولو، د قیمتي او ودانیزو ډبرو ترمنځ په تفاوت قایلیدو، د هرات ـ چشت سړکونو پخولو او د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د مناسب ځای بازار نشتوالي او په هرات کې د دویم صنعتي پارک د جوړیدو په برخو کې وړاندیزونه وکړل.
د هرات د صنایعو او سوداګرۍ خونې رئیس سعد خطیبي هم په خپلو خبرو کې جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټاپي د عملي کار د پرانیستې له امله جمهوررئیس او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه.
هغه په بندرونو کې د امکاناتو د کموالي، له ښاره دباندې ترمینل جوړولو، د کرنیزو محصولاتو معیاري کولو او پروسس، د معیاري سړو خونو نشتوالي، د هرات نړيوال هوايي ډګر ترمینل پراختیا او له هرات څخه د نړيوالوالوتنو پيلولو، د زربستریز تخصصي روغتون او د ایمرجسني روغتون جوړولو په اړه غوښتنې مطرح کړې.
ورپسې جمهوررئیس غني وینا وکړه او د ټاپي کار د پیل له امله یې ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د هرات خلکو ته مبارکي وویله او د خلکو هر اړخیز هرکلی او همکاري یې وستایله.
د هېواد جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور له پانګونې مننه وکړه او د اقتصادي سکتور په پياوړتیا، د صادراتو په زیاتولو او په ځان په ډدې لکولو کې یې د پانګه والو او صنعت کارانو رول مهم وباله.
هغه د هرات ـ چشت سړک د کار پیل په اړه د فوایدعامې وزیر ته لارښوونې وکړې چې له اړوندو څانګو او خلکو سره په همغږۍ او مشوره د یادې پروژې لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.
جمهوررئیس د هېواد د کانونو د لار نقشې پلې کېدو ته په اشارې وویل، د ډبرو فابریکې او استخراج یې معیاري نه دی، اړتیا ده چې په دې برخه کې هر اړخیز کارونه وشي چې دغه برخه کې د پانګونې نوعیت کې مثبت بدلون راشي.
جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې حکومت چمتو دی چې پانګه والو ته لا زیاتې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه د تعرفې د ستونزې په اړه وویل، په دې موضوع به د اقتصاد په عالي شورا کې مشخص بحث وشي او د حل مناسبې لارې به ورته ولټول شي. جمهوررئیس وویل، د ګمرکونو مدیریت باید مرکزي شي او د ګمرکونو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، زموږ موخه داده چې افغانستان صنعتي شي او له صنعت کارانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې مشخصې طرحې حکومت سره شریکې کړي.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل: هر سوداګر چې فساد وکړي باید محاکمه شي او تاسې ژمنه وکړی چې دغه برخه کې به موږ سره هراړخیزه همکاري او له دغه بهیره ملاتړ کوی. ګمرکونه باید له سیاست څخه جلا شي، د ګمرکونو په چارو کې دې مداخله ختمه شي او د مامورینو ګومارنه دې د اداري اصلاحاتو د شفافې پروسې له لارې ترسره شي.
جمهوررئیس غني پانګې اچوونکو ته په شفاف ډول د ځمکې د ویش په خاطر د بېلابېلو بنسټونو په ګډون د یوې کمیټې په جوړولو ټینګار وکړ او د پارکونو د جوړولو په اړه یې وویل چې مشخص پیشنهادات دې ورته وړاندې کړي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، چې له خصوصي سکتور پرته ستونزې نه حل کېږي او حکومت چمتو دی چې دولتي املاک د مشخص میکانیزم له مخې پانګې اچوونکو ته تیار کړي او پانګې اچوونکي باید د خپلو ښارونو د اړتیاوو لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي. # پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته