_ کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
اتلس تنه په ننګرهار ولايت کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول.
دغه کسان په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دپوځيانو په ځانګړو عملياتو او پلټنو کې ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په نيول شويو کسانو د وژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى.
پاى ع ذ