امنیت

د هېواد په ځينو سيموکې د يولړ تروريستي پېښو مخه ونيول شوه

٢٦- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
پوليسو نن په کابل او دوو نورو ولايتونوکې د اوو ډاراچوونکو پېښو مخه ونيوله.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوليسو ځواکونو په دريو جلا جلا کشفي اقداماتو کې په کابل ، ميدان وردګو او د ننګرهار په ولايتونوکې د طالبانو د تروريستي ډلې له خوا د اووسازمان موندلو تروريستي پېښو مخه ونيوله .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د وژنو او ډآر د رامنځټه کولو په مقصد د کابل د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوماين ، د ننګرهار له چپرهار ولسوالۍ له مربوطاتو څخه څلور ماينونه او د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه له چاوديدونکو توکو ډګ د ګازو دوه بالونونه کشف کړل.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې د ملي پوليسو ځواکونو په وروستيو يوه مياشت کې د ١٦٦ ماينونو او ١٢٠٠ کيلوګرامو چاوديدونکو توکو د چاودنې مخه نيولې ده چې د طالبانو د ډلې له خوا د تروريستي بريدونوپه مقصد د هېواد په بېلابېلو سيموکې حاى پرحاى شوي و.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته