کابل باختر د زمري اتلسمه :
په داسې حال کې چې دکونړ ولايت په ځينو سيمو کې د ډار اچونې ضد عمليات په خپل قوت سره دوام لري پوځي مقامات د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغه ولايت په مربوطاتو کې دڅو کليو دپاکولو خبرې کوي .
دغه عمليات کابو اته ورځې مخکې دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون داسمار اوغازي اباد د ولسواليو په ځينو سيمو کې پيل شوي او اوس هم دوام لري .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې د دغو پوځي عملياتو په بهير کې تراوسه پورې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده وويل پوځيان په دې بريالي شوي دي چې دغازي اباد او اسمار د ولسواليو په مربوطاتو کې دطالبانو او داعشيانو څو مرکزونه کشف او دړې وړي کړي .
په دغو عمليات کې تراوسه پورې څه ناڅه شل تنه ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو تنه نور تپيان شوي دي .
ختم_ عطاالله – اکرم
0 1 دقیقه لوستل