امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې د ماين جوړولو يو مرکز کشف شو

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د بلخ ولايت په مربوطاتوکې پرون د وسله والو طالبانو د تروريستي ډلې ماين د جوړولو په يو مرکز د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه زيات وسايل چې له هغه څخه د ځانمرګي واسکټونو، چسپکي ماينونو او د ريموټ کنترول ماينونو په جوړولوکې استفاده کيدله، کشف او ترلاسه شوي دي.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره وويلي دي: په دې مرکزکې ٣٩٥ ريموټ کنترول، د ريموټ کنترول د آنتن ٣٩٥ تختونه، د ساعتي ماينونو د چمتو کولو ١٥ تختونه، ٨٠٠ برقي کپسولونه، دکالکس ١٨ آنتنونه او د مخابرې ٩ رپيټرونه ترلاسه شوي دي.
تروريستانو غوښتل د ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو له مرکز څخه په استفادې سره د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونوکې تروريستي او ځانمرګي بريدونه ترسره کړي چې د ملي امنيت د لوى رياست د زړورو موظفينو له خوا کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته