کابل باختر دثور دمياشتې ٢٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان هغه ځانمرګى بريد چې د عدليې وزارت د موټرو په تمځاى کې وشو او له امله يې زموږ يو شمېر بېګناه هېوادوال شهيدان او ټپيان شول؛ د تروريستانو دغه انساني او اسلامي ضد عمل په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
انجنير محمدخان وويل چې د افغانستان د خلکو دښمنان دې بايد په دې پوه شي چې د دغه شان بريدونو په ترسره کولو سره هيڅکله نه شي کولاى د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ مخه ونيسي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال په کلکه ددغه تروريستي بريد په غندلوسره وويل چې د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنان بيا هم د پرديو په خدمت کې زموږ بېګناه خلک په وينو او خاورو لړي او لت پت کوي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د خپلې خواخوږۍ مراتب د شهيدانو کورنيو ته څرګندوي او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د پوره روغتيا هيله کوي.
0 1 دقیقه لوستل