سیاست

اجراييه رييس د آيت الله العظمى بهشتي د تلين په مراسمو کې ګډون وکړ .

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دافغانستان اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون  د حضرت ايت الله العظمى بهشتي دمړينې  ديو ويشتم تلين د درناوى په مراسمو کې ګډون وکړ
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دغو مراسمو کې چې دهېواد دسياسي څيرو دمجلس داستازو او مجاهدينو په ګډون د نبي اکرم (ص ) په جومات کې پرځاى شوي و ، دهېواد اجراييه رييس  ايت الله  العظمى بهشتي  دافغانستان دخلکو  دجهاد پيژندل شوى څيره وبلله او دافغانستان دخلکو  دجهاد او مبارزو په برياليتوب کې  دده درول او اغيزې  يادونه وکړه .
  ډاکتر عبدالله عبدالله  ايت الله بهشتي  جيد عالم او پرهيزګاره او متقي شخصيت وباله .
  ختم- ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته