امنیت

اته ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د زمري اووه ويشتمه :
اته  ديرش تنه وسله وال طالبان د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د ملي اردو دځواکونو ديو لړ چاڼيزو عملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ  :
دملي  اردو ځواکونو دښې سولې او ثبات دټينګښت په مقصد دپکتيا ، غزني ، لوګر ، قندهار ،  ارزګان  او د هرات دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې  له امله يې اته  ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير  ټپيان او درې تنه  نور يې هم  ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ،  مهمات ،  پوځي وسايل  او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې :  دملي اردو دځواکونو له خوا دهېواد په بيلابيلوسيموکې
د وظيفوى  فعاليتونو دترسره کولو په بهير کې دوسايطو ضد پنځه ويشت ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته